د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو نوی رئیس وټاکل شو او په کار پیل وکړ

24 میزان 1399

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام له منظورۍ سره سم ، ښاغلي اشناګل بانډوال په لومړی بست کې د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو د نوي رئیس په توګه وټاکل شو او د تلې په ۲۳ نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی له لوري خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو. په یادو مراسمو کې کابل ښاروال وویل چې، تغیر او تبدیل په ادارو کې یو اصل دی او په ښاروالۍ کې د تغیر او وضعیت ښه والي لپاره ژمن دی چې یو شمیراصلاحات راولي ، څو له یوې خوا تخصص او کاري وړتیا اصل په نظر کې نیول شوی وي له بل لوري ښاریانو ته ګټور خدمات وړاندې شي. د یادونې وړ ده، چې ښاغلي باڼدوال په حقوقو او سیاسي علومو کې د لیسانس تر کچې زده کړې لري او په مدیریتي برخو کې یې ۱۵ کاله په بیلابیلو ادارو کې د امریت او ریاست تر کچې دندې پر مخ وړې دي.