د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمیر رضاکاره ځوانانو سره د غږیزې ککړتیا مخنیوي په موخه وکتل

24 میزان 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د سه شنبه د تلې په ۲۲ نېټه د شپږمې ناحیې اړوند له یو شمیر رضاکاره ځوانانو سره د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او ورسره د مبارزې په موخه خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د یادو ځوانانو د آماده ګی په اړه وویل چې، غږیزه ککړتیا د انسانانو او نورو موجوداتو د روغتیا لپاره مضره او خطرناکه ده او د نه اوریدو او عصبي ناراحتۍ سبب ګرځي. کابل ښاروال دغه ځوانان وهڅول څو، په بیلابیلو ناحیو کې له یادې ادارې سره همکاري وکړي څو په لویه کچه له غږیزې ککړتیا مخنیوی وشي او له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره شي.