د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عرفاني سړک د ساختمان کار روان دی

24 میزان 1399

له کمپنۍ څخه د برچي پر لور د عرفاني سړک د ساختمان او جوړېدو کار روان دی. دغه سړک به د ۲.۷ کيلومتره په اوږدوالي او ۴۰ متره سور په درلودو په اساسي ډول جوړ شي، چې د یوه معیاري سړک ټول جزیات به پکې شامل وي.  کابل ښاروالي هڅه کوي چې ژر تر ژره د دغه سړک د پاتې کورونو د استملاک په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي او د پروژې پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي. د دغه سړک په جوړېدو د برچي ساحې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمېږي او اړوندې ساحې یو له بل سره نښلوي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجینیران د ډيزاین او د سړک جوړونې معیارونو په برخه کې هره ورځ د دې مهمې پروژې د غوره پلي کېدو څارنه کوي.  تمه کېږي چې د دغه سړک د مسیر اوسېدونکي هم د دې سترې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ترڅو یې کار پر مخ ولاړ شي او د ښار په اقتصادي وده او پراختیا کې ګټور تمام شي.