د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د کابل ښاروالۍ د خدمتونو ستره سرچینه عواید دي، په راټولولو او ورکولو کې یې غفلت جرم دی

24 میزان 1399

د کابل ښاروالۍ د عوایدو په اړوند غونډهد چهار شنبه به ورځ د تلې په ۲۳ مه  ناوخته د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی په مشرۍ او د عوایدو برخې د مسئولینو په ګډون ترسره شوه. کابل ښاروال د روان مالي کال د عوایدو پلان د تطبیق په اړه وویل چې، د ښاروالۍ سترې خدماتې ادارې د تمویل ستره سرچینه محصول او د یادې ادارې عواید دي چې ټول حکمي او حقیقي اشخاص یې باید په ورکړه کې سستي ونه کړي. نوموړي د عوایدو برخې له هغه مسئولینو چې په راټولولو کې یې سستي کړي نا خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د عوایدو ټول قرضدار باید خپل د صفایی محصول کابل ښاروالۍ ته وسپاري. نوموړي دغه راز وړاندې په خبرو کې یو شمیر مسئولینو ته لارښوونې وکړې چې، د لوړ پوړو ودانیو او ښارګوټو مسئولینو ته د صفایی محصول د هرڅه ژر ورکړې په اړه خبر ورکړي، کنه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. نوموړي دغه راز وویل چې،یو شمیر هغه مسئولینو ته چې د پلان مطابق یې د عوایدو په راټولولو کې سستي کړې له له دریو ککتګوریو( رسمي اخطاریې، د معاش کسر، تبدیلی) سره مخ کیږي او بلاخره منفک کیږي، او  د فساد د اثبات په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي،ځکه د کابل ښاروالۍ عواید د خلکو او بیت المال دي. کابل ښاروال د لوحو او اعلانونو پر معیاريتوب ټینګار وکړ او هغوی ته یې د جواز ورکړې بیا یادونه وکړه. نوموړي یو ځل بیا له ټولو مسئولینو جدي غوښتنه وکړه،چې څو خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي او د قوانینو په رڼا کې د ښاري اصولو د تطبیق او د سرغړونکو د جریمه کولو په برخه کې له جدیت کار واخلي او کابل ښاروالۍ قاطعیت وښيي.