د مکرویانو ساتنې عالي شورای نوبتي غونډه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په ګدون او د تصدیو شورای د عامل هیات په شتون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د مکرویانو په مرکزی ګرمیو کې د سون په توکو، دمکرویانو سیمې اوسیدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د اداراتو د مکلفیتونو پیژندلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. کابل ښاروال دغه راز د مالي کال پلان د ارزونې له مخې د خدمتونو وړاندې کولو سیستم د ښه والي او له ستونزو څخه د وتلو په اړه یو شمیر مسئولینو ته ځانګړې لارښوونې وکړې .
د مکرویانو ساتنې عالي شورای غونډه ترسره شوه
26 میزان 1399