الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوې مقررې له مخې د ګذر ټاکنې د کابل ښار په کچه روانې دي

26 میزان 1399

د کابل ښاروالۍ له لوري د ګذر وکیلانو ټاکلو پروسه د نوې مقررې له مخې د کابل ښار په کچه په پوره شفافیت روانه ده. په وروستیو کې کې د اتمې ناحیې دویم ګذر لپاره د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو تر څارنې لاندې حاجي محمد د نورو نوماندانو په پرتله  د سیمې د ۲۲۹ کسانو شفافو رایې په اخیستو نوی وکیل وټاکل شو. د ګذر وکیلانو پروسه لومړی په دریو پړاونو کې په هغه ناحیو کې ترسره کیږي چې، د ګذر وکیلان یې مړه شوي وي یا یې له دندې استعفا ورکړې وي او یا هم د سیمې خلک ترې شکایت لري. دا پروسه روانه ده او د کابل ښار په ټولو ۲۲ ناحیو کې به د ګذر وکیلانو ټاکنې ترسره شي.