د کابل ښاروالۍ د ګذر وکیلانو د نوې مقررې له مخې د ګذر وکیلانو د ټاکنو پروسه په خورا شفافه توګه د کابل ښار په کچه روانه ده. په همدې لړ کې نن د تلې په ۲۷ نېټه ګلاجان ستانکزی د ۴۹۱ شفافو رایو په اخیستو د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو تر څار لاندې د اتمې ناحیې د (۲۱) ګذر وکیل وټاکل شو. د ګذر وکیلانو ټاکنو پروسه لومړی په هغه ګذرونو کې ترسره کیږي چې وکیلان یې مړه شوي وي، له دندې یې استعفا ورکړې او یا یې په اړه د خلکو شکایتونه موجود وي.
د ګذر وکیلانو ټاکنو د نوې مقررې له مخې دویم وکیل په آتمه ناحیه ناحیه کې وټاکل شو
28 میزان 1399