له دې وروسته به ودانیز توکي د ودانۍ د څښتن په ملکیت کې ځای پرځای کیږي، او له سړکونو او پلو لارو د اضافي توکو د لرې کولو کار په جدي توګه روان دی. د ولسمشر د لومړي مرستیال له لارښوونې سره سم له پلو لارو او سړکونو ودانیز توکي چې د ویالو د بندیدو سبب ګرځي، راټولیږي او د لرې کولو کار یې نن له شپږمې ناحیې پیل شو. دغه راز د سرغړونکو ودانیز توکي د دوی له لارې ودانیو ته د ننه شول .
له سړکونو او پلو لارو ودانیز توکي او خنډونه لرې او راټول شول
29 میزان 1399