کابل ښاروال د خپل نوي پروګرام له لارې په اونۍ کې یو ځل له خپلو مراجعینو سره د کابل ښارالۍ په تالار کې ویني او د دوی ستونزې او وړاندیزونه اوري. ښاغلي سلطانزوی نن چهار شنبه د تلې میاشتې په ۳۰ نېټه له خپلو یو شمیر هغه مراجعینو سره د لیدنې غوښتنه یې کړې وه د دوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیدو په موخه ولیدل او اړوندو څانګو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. له کابل ښاروال سره د لیدنې نوی پروګرام په وروستیو کې پیل شوی او په اونۍ کې یو ځل ترسره کیږي او کابل ښاروالي د خپلو ښاریانو د ستونزو د حل ژمنه کوي او تر پخوا به په دې برخه کې ډیر کار کوي.
کابل ښاروال د خپل نوي پروګرام له لارې له مراجعینو سره وکتل
30 میزان 1399