د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۱۵ ناحیه کې له پلو لارو او زرغونو ساحو خنډونه او غیر قانونې تاسیسات لرې شول

1 عقرب 1399

د امنیتي میثاق او ښاري نظم پلان له مخې نن چهارشنبه د تلې په ۳۰ نېټه د مسئولینو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۵ ناحيې په کچه له پلو لارو غیر قانوني تاسیسات او خنډونه لرې شول. د ښاري نظم راوستو،ګڼې ګوڼې کموالي،د اصنافو د فعالیتونو تنظیم په ځانکړې توګه د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو د تنظیم، د دوکانو مخکې خنډونو چې د ښاري بې نظمۍ سبب کرځي د بیلابیلو حمایوي او تقویتي عملیاتي پروګرامونو له لارې به تنظیم شي. په ټولو ناحیو کې چې نانوایۍ او یا دوکاندارانو پلې لارې بندې کړې دي،ورسره به جدي قانوني چلند وشي. کابل ښاروالۍ د لاسي توکو پلورونکو د فعالیت لپاره ځانګړي ځایونه په نظر کې نیسي څو هلته په مصئونه توګه خپل فعالیتونه پر مخ یوسي.