د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې میشتو د غزني مشرانو له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی څخه ملاتړ اعلان کړ

3 عقرب 1399

 په کابل کې میشتو د غزني ولایت مشرانو له کابل ښاروال څخه  د سرغړونو پر وړاندې د غوره مبارزې او ښاري نظم او قانون پلي کیدو له امله ملاتړ اعلان وکړ او د نوموړي خدمتونه یې وستایل. دوی څرګنده کړه، چې کابل ښار د ټولو افغانانو اړوند دی او دوی به په ګډه لاس په لاس د پروګرامونو په تطبیق او په ټولو یو شان د قانون په پلي کیدو او د عمراني او فرهنګي کارونو په ترسره کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. یادو مشرانو د کابل د زرغونتیا،عمراني پروژو په تطبیق او د خلکو اړتیاو ته په کتو د پلانونو جوړولو په برخه کې د کابل ښاروال له کارونو ستاینه وکړه او خپلې ستونزې یې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. دوی بې پلانه د کابل ښار پراختیا،قانون ماتونه او د خدماتو په وړاندې کولو کې د خلکو نه همکاري عمده ستونزې په ګوته کړې. ورته مهال کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل چې،د ټولنیز عدالت د تامین،اقتصادي پرمختیا او د ښاري فرهنګ د ژوندي کولو لپاره جدي تصمیم او پلانونه لري چې په بیلابیلو پړاونو کې به پلي شي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، د دوی نظرونه او وړاندیزونه به په خپلو راتلونکو فعالیتونو او پلانونو کې په نظر کې ونیسي او زیاته یې کړه چې د خلکو له لوري د دوی د خدمتونو ستاینه ورته مثبته انرژي ورکوي، څو نور هم هڅه وکړي او د ښار د آبادۍ په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.