د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قانون حاکمیت او ښاري اصولو تطبیق په اړوند غونډه ترسره شوه

3 عقرب 1399

په ټولو د قانون د یو شان تطبیق او حاکمیت په اړوند، نن د لړم په دریمه نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی په مشرۍ او  د ۲۲ ناحیو د رئیسانو په ګډون د مخکنیو تدابیرو نیولو په موخه غونډه ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال یو ځل بیا د ښاري نظم عملیاتي پلان پر تطبیق ټینګار وکړ او دغه راز یې له مافیا ، قانون ماتوونکو او نورو ډلو چې ښاري نظم یې زیانمن کړی مبارزه اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې:((  نور په دنده کې ناغیړي د کابل ښاروالۍ او خلکو لپاره د منلو نه ده ، او ژر دې د غیر قانوني تاسیساتو جوړونکو او د زرغونو سیمو او پلو لارو غاصیبنو مخنیوی وشي)). کابل ښاروال د ښاري نظم عملیاتي پلان پر وړاندې د ناحیو د رئیسانو مکلفیتونه او دندې واضح کړې او زیاته یې کړه چې له سرغړونکو سره دې جدي قانوني چلند وشي او لازم اقدامات دې ترسره شي. د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق په ټولو ناحیو کې د اجرا په حال کې دی او په بیلابیلو پړاونو کې به د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله حمایوي او تقویتي پروګرامونو په ترسره کولو سره د کابل ښاروالۍ او پولیسو په پوره همغږۍ تطبیق شي او د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو ستونزې ته به د پای ټکی کیښودل شي. کابل ښاروال یو ځل بیا له هغه کسانو چې په پلو لارو او عامه ځایونو کې یې تاسیسات جوړ کړي دي غوښتنه وکړه چې فعالیتونه یې د کابل ښاروالۍ د لایحې سره سم تنظیم کړي او له غیر قانوني تاسیساتو جوړولو او ودانیزو سرغړونو څخه ډډه وکړي.