د ښاري نظم عملیاتي پلان په دوان، د لسمې او آتمې ناحیې اړوند یو شمیر سیمو کې، غیر منظمې لوحې، د دوکانو مخې ته راوتلې برخې، غیر قانوني غرفې او له پلو لار خنډونه پاک شول او یاد پلان د کابل ښار په ټولو برخو کې د تطبیق وړ دی. د بیلابیلو عملیاتو له مخې به له پلو لارو خنډونه،غیر قانوني غرفې، او نور هغهدتاسیسات چې د ښاري نظم د ګډوډۍ سبب ګرځي ونړول شي. په لسمه ناحیه کې هغه لیني موټر چې د چهارقلعه په سیمه کې د بې نظمی سبب ګرځيدل، د عمومي سړک په سر ژور سرای ته ولیږدول شول.
په اتمه او لسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو
4 عقرب 1399