د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال پر کوثر دانش روزنیز مرکز د تیرې ورځې برید په پایله کې د ټپي شوو کسانو پوښتنه وکړه

5 عقرب 1399

 

کابل ښاروال ټپیانو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه وکړه او د دوی د درملنې په اړوند یې وویل چې کابل ښاروالي د ټپیانو د درملنې په برخه کې هر راز مرستې کولو ته آماده ده او د دوی په درملنه کې به خپل هڅه او کوښښ کوي. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښار په ۱۳ ناحیه کې پر کوثر دانش روزنیز مرکز برید چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر هیوادوال شهیدان شول او ورته نور بریدونه چې د افغانستان په ډیر برخو کې روان دي او له امله یې زیات شمیر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کیږي او دغه راز ټولګټې پروژې له منځه وړي نړیواله ټولنه یې ویني او دا ډول بریدونه د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف او ناروا دي. کابل ښاروال دغه راز د شهیدانو له کورنیو سره هم غمشریکي وکړه ، شهیدانو ته یې  د لوی خدای ج له دربار د فردوس جنت او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه وکړه.