تیره شپه کابل ښاروالۍ له کابل پولیسو سره په همغږۍ د یو لړ ځانګړو ګډو عملیاتو په ترڅ کې له سرای غزني سیمې غیر قانوني غرفې راټولې او غیر قانوني تاسیسات نړول. دا سیمه چې له کلونو را وروسته په لومړي ځل د قانون حاکمیت په موخه د خلکو او حکومت د ګډې ارادې له مخې له خنډونو پاکه شوه. د ښاري نظم او ګڼې ګونې موارد چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځي د ځانګړو حمایوي او تقویتي عملیاتو په ترڅ کې په بیلابیلو پړاونو کې له منځه وړل کیږي او راټولیږي.
له سرای غزني سیمې غیر قانونې غرفې او تاسیسات راټول او ونړول شول
5 عقرب 1399