الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

پر کوثر دانش روزنیز مرکز د تروریستي برید له ټپیانو سره حکومت مرسته وکړه

7 عقرب 1399

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لارښوونې سره سم، د سه شنبه په ورځ د لړم په ۶ مه پر کوثر دانش روزنیز مرکز د برید په پایله کې له ټپي شوو کسانو سره نغدي مرسته وشوه. دا نغدي مرسته د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی ، کابل والي محمد یعقوب حیدری او په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شیخ سالم حسني له لوري په روغتون کې ټپیانو ته وسپارل شوه. کابل ښاروال او نورو مسئولینو د مرستو د ویش پر وخت وویل،چې دا مرستې له دوی سره د غم شریکی په موخه د ولسمشری ماڼۍ له لوري شوې دي. دوی ټپیانو ته ژر تر ژره د روغتیا هیله کړه او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې، د شهیدانو له کورنیو سره به هم ورته مرستې وشي.