د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان پارک د بیارغونې کار دوام لري

12 عقرب 1399

د زرغونو سیمو ډيریدو او ښکلا رامنځ ته کولو په موخه د لسمې ناحیې اړوند وزیرمحمد اکبرخان په بیارغونه کار روان او ډیر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د یاد پارک به بیارغونه کې، د خړوب سیستم جوړول، نل لیکو او چمن کاري شامل دي چې، ټولټال ۳۶۴۵۰ مترمربع پرخوالی لري او د ۱۶۵۰ متر مربع په اوږدوالي پکې چمن کرل کیږي. دغه راز په یاد پارک کې ۱۳۵۰ ونې شته او زرغونتیا او ښکلا ډيریدو په موخه یې د شاخه برۍ او اصلاح کولو کار روان دی او دغه راز د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي او دوه اینچه قطر یې د نل لیکو په سیستم هم کار کیږي.دا پارک د کابل ښار له مهمو پارکونو شمیرل کیږي او کابل ښاروالي له خلکو غواړي چې په ساتنه کې  ښاري مسئولیت ادا کړي.