د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان پارک د بیارغونې کار دوام لري

12 عقرب 1399

د زرغونو سیمو ډيریدو او ښکلا رامنځ ته کولو په موخه د لسمې ناحیې اړوند وزیرمحمد اکبرخان په بیارغونه کار روان او ډیر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. د یاد پارک به بیارغونه کې، د خړوب سیستم جوړول، نل لیکو او چمن کاري شامل دي چې، ټولټال ۳۶۴۵۰ مترمربع پرخوالی لري او د ۱۶۵۰ متر مربع په اوږدوالي پکې چمن کرل کیږي. دغه راز په یاد پارک کې ۱۳۵۰ ونې شته او زرغونتیا او ښکلا ډيریدو په موخه یې د شاخه برۍ او اصلاح کولو کار روان دی او دغه راز د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي او دوه اینچه قطر یې د نل لیکو په سیستم هم کار کیږي. دا پارک د کابل ښار له مهمو پارکونو شمیرل کیږي او کابل ښاروالي له خلکو غواړي چې په ساتنه کې خپل ښاري مسئولیت ادا کړي.