د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له کابل منډوي لیدنه وکړه

12 عقرب 1399

کابل ښاروال محمد داودسلطانزوی نن د لړم په ۱۲ نېټه ، په کابل منډوي کې د غیر قانوني تاسیساتو د رغونې څخه د مخنیوي، له پلو لارو او سړکونو د خنډونو لرې کولو ، د باز تنظیم په ځانګړې توکه د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو د فعالیتونو د تنظیم په موخه چې د ښاري ګڼې ګوڼې سبب ګرځیدلې دي لیدنه وکړه او له دوکاندارانو سره یې بحث او خبرې او اترې وکړې. کابل ښاروال د منډوي د تنظیم په برخه ځانګړې توګه د سوداګریزو مارکیټونو د مصئونیت، د سړکونو بیارغونې، د مارکیټونو رنګولو، د لوحو تنظیم ، له منډوي سیمې د ګدامونو لیږد چې اورلګیدنې له عمده لاملونو شمیرل کیږي او د ګڼې ګوڼې ډیریدو سبب ګرځي او نورو مواردو کې د بې نظمۍ سبب ګرځي اړوندو برخو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. کابل ښاروال دغه راز وویل چې، چې د سوداګریزو مارکیټونو لپاره ځانګړې طرحې لري ، څو له یوه لوري میشبیثین فعالیتونو ته وهڅول شي او له بل لوري د دوکانونو په تنظیم کې دوکانداران همیشه ونډه واخلي او خپل مسئولیت ادا کړي. کابل ښاروال دغه راز د یادې ادارې د پروګرامونو په پلي کیدو کې د کابل منډوي سیمې له دکاندارانو د همکاری غوښتنه وکړه، چې دوکاندارانو هم له خپله اړخه په دې برخه کې خپله ژمنتیا وښوده. ټاکل شوې ده کابل ښاروالي د منډوي د تنظیم لپاره لاس په کار شي او خپل ځانګړې پروګرامونه عملي کړي.