په پارلمان کې د کابل دروند استازي چې په خیرخانې مینې کې یې د نجارانو پر سړک د خپل کور خواته زرغونه سیمه د خپل کور برخه ګرځولې وه او په خپله خوښه یې ونړوله، له نیک او پرځای اقدام څخه یې مننه کوو. د نوموړي دغه مدني او قانوني روحیه ستایو او په ښو یې یادوو. هیله ده د نوموړي دا کار د نورو لپاره یوه غوره بېلګه شي او غصب شوې ځمکې پریږدي او آزادې یې کړي. د امنیت په بهانه د سیمو غصب کابل ښاریانو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي.
د ښاغلي فدامحمد الفت صالح له پرځای او نیک اقدام د کابل ښاروال مننلیک
13 عقرب 1399