کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د لړم په ۱۴ نېټه ستونزو ته د رسیدو په موخه د یادې ادارې له یو شمیر مراجعینو سره ولیدل. د لیدنې په دې غونډه کې ۲۰ تنو مراجعینو ګډون کړی وو او خپلې ستونزې یې له کابل ښاروال سره شریکې کړې. کابل ښاروال زیاته کړه چې،یادې ادارې له ګڼې ګوڼې د عمومي لارو او سیمو د پاکوالي لپاره کار پیل کړی او دا لړۍ باید دوامداره و اوسي. کابل ښاروال دغه راز وویل،چې د مراجعینو قانوني او د ښاروالۍ اړوند مسایلو ته به ژر رسیده ګي کیږي.
کابل ښاروال له یو شمیر مراجعینو سره ولیدل
15 عقرب 1399