د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او ختیځ زون ناحیو د اوسیدونکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروګرام ترسره شو

17 عقرب 1399

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د ختیځ زون، ۸ ، ۹ ،۱۶، ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ د لړم په ۱۵ نېټه ، د ښاري نظم راوستو په موخه د مسئولیتونو د ارزونې او پيژندلو ، په ځانګړې توګه د چاپیریالي ستونزو او د کابل ښاروالۍ له لوري د اروپايي ټولنې په ملاتړ د برابرې پراختیا په موخه د مخامخ خبرو اترو پروګرام ترسره شو. د خبرو اترو په دې پروګرام کې کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی وویل چې، د یاد پروګرام په لاره اچولو څخه یې موخه د همکارۍ روحیې رامنځ ته کیدل او په اساسي تصمیمونو او ښاري پراختیا کې د ښاریانو د رول غښتلتیا ده او زیاته یې کړه چې، مسئولین دې د خلکو اړتیاوې او معقولې غوښتنې ، رغوونکي نظرونه او وړاندیزونه په خپلو پروګرامونو کې په نظر کې ونیسي. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه چې د یادې ادارې ټول پروګرامونه د خلکو د اړتیاو ، چاپیریالي ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ته په کتو پلان کیږي، چې د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو او عملي ګام اخیستلو سره به د خلکو ستونزې حل او فاصلې له منځه لاړې شي او له بل لوري به ټول خلک د ښار پر وړاندې خپل مسئولیتونه وپيژني او ادا کړي. د خبرو اترو په لړ کې ګډونوالو په څو کاري برخو کې خپل وړانډیزونه د ناحیو د ستونزو د حل او ښاري نظم په اړوند وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، که خلک د ښاري نظم راوستو او قانون پلي کولو کې همکار و اوسي ، ټولنیز او عامه مسایل په نظر کې ونیسي کولای شو ښه ښاري ژوند تجربه کړو. دوی د مسئولانو او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ ویې ویل چې،که په خپلو ناحیو کې د ښاري نظم پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړو او ښاري اصول مراعات کړو ، د ټولنې ډیرې ستونزې به ورسره حل شي. د یادو ناحیو اوسیدونکو دغه راز د پخو سړکونو ،ښاري ښکلا، له سړکونو او پلو لارو د خنډونو لرې کولو، او چاپیریال ساتنې اړوند خپلې اندیښنې هم شریکې کړې او په ښاري برخه کې یو شمیر پوښتنې او وړاندیزونه له مسئولینو سره مطرح کړل ، چې د مسئولینو له لوري ورته وضاحت ورکړل شو. دغه راز ښاري مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د کابل ښاروالۍ په پروګرامونو کې به د دوی وړاندیزونه تر وروستي حده په نظر کې ونیسي او د خبرو اترو دغه راز پروګرامونه به په راتلونکي کې هم ترسره شي.