الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پروګرام پلی شو!

17 عقرب 1399

کابل ښاروالۍ  دیادې ادارې د ملاتړ پروژې په مرسته، د ښاري فرهنګ د بنسټیز کولو او د فردي او ټولنیز مسئولیت پیژندلو په موخه د ښار په ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پروګرام پلی کړ. د یادو ښوونځیو زده کوونکو ته په ځانګړې توګه د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، په ځانګړو ځایونو کې د کثافاتو اچولو،له ښاري اصولو او قوانینو سره د بلدتیا او له ښاري تاسیساتو د ګټې اخیستنې په اړوند عامه پوهاوی ورکړل شو، څو ښاریان د ښار پر وړاندې د مسئولیت احساس وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې پروګرامونو کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمیر پوسټر او ماسکونه په زده کوونکو وویشل شول او دا پروګرام به د ښار په نورو ښوونځیو کې هم پلی شي.