الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاریانو ارامتیا زموږ کاري لومړیتوب دی

19 عقرب 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام، له سړکونو او پلو لارو د حکمي او حقیقي اشخاصو له لوري د ایښودل شوو کانګریتي دیوالونو او نور خنډونو په لرې کولو کار پیل شو، چې په همدې لړ کې د وزیر محمد اکبر خان مینې ۱۵ سړک ته غځیدلې هغه لارې له کانګریټي دیوالونو او نورو خنډونو پاکې شوې،چې د ډیرو کلونو را پدیخوا د ترافیکو پر مخ تړلې وې. دغه راز د وزیر محمد اکبرخان ۱۵ سړک دواړه خواوې او نښلونکې لارې هم له تیږو او کانګریتي دیوالونو پاکې شوې. ورته مهال د تیرو لسو کلونو راپدیخوا د غنضنفر بانک تر څنګ لاره چې د کانګریتي دیوالونو په واسطه د ترافیکو پر مخ تړلی وه، کانګریتي دیوالونه یې ونړول شول او لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه. د یادونې وړ ده چې،دا پروګرام په نورو بندو لارو او سړکونو کې هم پلی کیږي.