په اولسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق له لومړیتونو شمیرل کیږي، چې له پلي کیدو یې د څارنې سربیره او پر دوام یې نن د خیرخانې سړک تر سرکوتل بازاره ، سولې ښارګوتي او تر مزار هډې ، سړکونه او د پلو لارې له غیر قانوني تاسیساتو، ناقانونه غرفو او نورو خنډونو چې په زرغونو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، تخریب او پاک شول. ورته مهال په یاده سیمه کې د ښکلا او عمراني پروژو تطبیق هم پیل شوی او کار پرې روان دی.
په اولسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق لاهم دوام لري!
19 عقرب 1399