الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې

20 عقرب 1399

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ ښاغلی احساالله احمدزی په لومړي بست کې د دفتر د مشر،عبدالاحد سهرابي په لومړي بست کې د تصدی او مکرویانو د ساتنې او مراقبت رئیس،محب الله ستانکزی په دویم بست کې د داخلي تفتیش ریاست د مرستیال،ګلالۍ عبرت نورستانی په دویم بست کې د څلورمې ناحیې د مرستیالې او محمد معروف ایوبزی په دویم بست کې د دولسمې ناحیې د مرستیال په توګه نن د لړم په ۱۹ مه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شول. کابل ښاروال د معرفت په غونډه کې وویل چې، بدلون په اداره کې یو اصل دی او د اوسني وضعیت د تغیر لپاره کابل ښاروالي ژمنه ده یو شمیر اصلاحات راولي څو خلکو ته خدمتونه په وخت ترسره شي. نوي ګمارل شوي مسئولان په خپلو اړوندو برخو او په خصوصي او دولتي ارګانونو کې د پوره تجربو خاوندان دي او له همدې امله یادو بستونو ته غوره شوي دي.