د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام د اتمې ناحيې اړوند له کارته نو تر بګرامیو عمومي سړک او پلې لارې له نانوايۍ تم ځای د تپې تر سره له ناقانونه تاسیساتو، د زرغونو سیمو له غصب،ناقانونه غرفو او نورو خنډونو چې د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځیدل پاک شول. دا پروسه به د ښاري وضعیت ښه کیدو په موخه په ټولو ناحیو کې تطبیق شي.
له کارته نو تر بګرامیو عمومي سړک له خنډونو او ناقانونه رغونو پاک شو!
21 عقرب 1399