د مسئولیتونو پیژندلو، ښاري نظم راوستو او چاپیریالي ستونزو په اړه نن سه شنبه د کابل ښاروالۍ مسئولینواودلومړی،دویمې،دریمې، څلورمې او ۱۰ مې ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروګرام پلی شو.دا پروګرام د کابل ښاروالۍ له لوري د اروپایي ټولنې په ملاتړ ترسره شو،چې د یادو ناحیو اوسیدونکو خپل نظریات او وړاندیزونه او معقولې غوښتنې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره شریکې کړې. کابل ښاروال د خبرو اترو په دې پروګرام کې د ښاري نظم عملیاتي پلان د ارزولو سربیره،چې ټاکل شوې له دې په زیات شدت تطبیق شي او د خپلسریو مخه ونیول شي وویل چې، له دې پروګرام څخه یې موخه د روحیې پیاوړتیا او د مسئولیت منل دي،څو په اساسي تصمیمونو او ښاري پراختیا کې د خلکو ونډه معلومه شي او یاده اداره ژمنه ده،څو هر څه ژر په څو راتلونکو ورځو کې د خپل سرو رغونو مخه ونیسي او کابل ښاریان به د څو ناقانونه ودانیو د نړولو شاهد وي. نوموړي زیاته کړه،چې اړینه ده مسئولین خدمت وکړي او د ښاریانو غوره نظرونه او وړاندیزونه په خپلو پروګرامونو کې په نظر کې ونیسي څو ستونزو ته د غوره لارو چارو په سنجولو حل لاره پیدا شي او د خلکو او دولت ترمنځ فاصلې له منځه لاړې شي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې،د ستونزو لمنځه وړلو لپاره اړینه ده څو ټول د ښار پر وړاندې خپل وجایب او مسئولیتونه ادا کړو او یو د بل په مرسته د ښار د بڼې په بدلون کې هڅه وکړو. د ناحیو اوسیدونکو په څو ګروپونو کې خپل وړاندیزونه،ستونزې او د ښاري نظم اړوند خپل نظرونه شریک کړل او زیاته یې کړه چې، د ښاري نظم د اصولو په تطبیق کې په همکارۍ سره کولای شو غوره ښاري ژوند تجربه کړو. دوی دغه راز د ښاروالۍ او خلکو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې،که چیرته ټول په خپلو سیمو کې د هیوادنۍ مینې او مسئولیت له مخې ښاري نظم ته ژمن و اوسو،ډیری ستونزې به په غوره توګه حل شي. دغه راز د ناحیو اوسیدونکو د خپل ناحیو اړوند د سړکونو،خنډونو، د زرغونو سیمو ساتنې او چاپیریالي ستونزو اړوند خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او د کابل ښاروالۍ له مسئولینو یې د وضاحت غوښتنه وکړه. دغه راز کابل ښاروال ژمنه وکړه چې وړاندیزونه به یې د کابل ښاروالۍ په راتلونکو پروګرامونو کې په اعظمي توګه په نظر کې ونیسي او ستونزو ته به یې د حل لارې چارې پیدا کړي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو او دلومړی،دویمې،دریمې،څلورمې او ۱۰ ناحیې د اوسیدونکو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پروګرام ترسره شو
21 عقرب 1399