د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له مراجعینو سره په کتنه کې؛ د خلکو د ستونزو حل زما دنده ده!

25 عقرب 1399

 کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د چهار شنبه د کابل ښاروالۍ دغونډو په تالار کې له یو شمیر مراجعینو سره د هغوی ستونزو ته د رسیدو په موخه لیدنه وکړه . کابل ښاروال په یاده لیدنه کې وویل ، چې د اسنادو پړاونه له دې وروسته په تیزۍ ترسره کیږي او د خلکو د ستونزو حل زما دنده ده چې د امکان تر کچې به ورته رسیږم. کابل ښاروال وویل، چې ښاري نظم د قانون د حاکمیت ښکارندويي کوي او ټولنیزه او چاپیریالي هوساینه رامنځ ته کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د پرمختللي ښار رامنځ ته کیدل د ښاریانو او مسئولینو د مسئولیت په حس او قانونمندۍ پورې اړه لري او اړینه ده د پایدار ښار رامنځ ته کیدو په موخه خپلو فردي او ټولنیزو مسئولیتونو ته پاملرنه وکړو.