الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر شاته وزیر اباد سیمې ( ترکانو کمپ) د کانال په پاکولو کار پیل شوی!

27 عقرب 1399

یاد کانال د ۱۵، ۱۷، ۱۱، ۱۰، ۴ او ۲ مې ناحیې ډیری برخه سطحي اوبه لیږدوي، چې له بده مرغه په ډیره بده توګه د یو شمیر ښاريانو له لوري پکې د کثافاتو اچولو له امله په ځانګړې توګه د هوايي ډګر شاته ( ترکانو کمپ) او کورنیو چارو وزارت کې د سطحي اوبو پر مخ بند وو او د بیا خلاصولو په موخه یې د کابل ښاروالۍ له لوري کار پیل شوی دی . هیله کیږي چې کابل ښاریان ځانګړې توګه د کانال شاوخوا استوګن ښاریان به له دې وروسته د کانال په پاک ساتلو کې مرسته کوي او کثافات به پکې نه اچوي ، ځکه د دې کانال، د اوبو لښتیو، او نورو نښلوونکو کانالونو په پاکولو د کابل ښاروالۍ  لوی مالي او بشري مصرف شوې او اوس مهال هم د کابل ښاروالۍ پرسونل او ماشینري د دې لوی کانال په پاکولو مصروف دي.