د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم عملیاتي پلان د ارزونې او ګټورتیا په موخه غونډه ترسره شوه!

1 قوس 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د ارزونې او ګټورتیا په موخه نن د لیندۍ په لومړی نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی په مشرۍ او د کورنیو چارو وزارت د کشف او له جرمونو سره د مبارزې عمومي رئیس مل پاسوال جمشید طوطاخیل او د ۲۲ ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. کابل ښاروال د عملیاتي پلان د تطبیق اړوند د مسئولان کړنې و ارزولې او زیاته یې کړه چې، د ښاري پایدار نظم لپاره، غوره حمایوي او تقویتي پروګرامونه تر کار لاندې دي، چې د ګډې همغږۍ او د مسئولانو د ګټورو او ډیرو هڅو سره به وکولای شو د منظم کابل شاهد و اوسو. کابل ښاروال د کابل ښاریانو لپاره په یوه کچه د نظم راوستو غوښتونکی شو، څو ښاریان د قانون تر حاکمیت او ښاري اصولو لاندې ژوند وکړي. په غونډه کې دغه راز له زورمندانو، د زرغونو سیمو له غاصبینو، وانیزو سرغړونکو ، لاسي توکو پلورونکو او د سیارو کراچیو له فعالیت کوونکو سره په جدي قانوني چلند ټینګار وشو، څو له خپلسریو او سرغړونو مخه ونیول شي. کابل ښاروال دغه راز په هغو سیمو کې چې له خنډونو پاکې شوې دي د ښکلا پروګرامونو په اجرا کیدو ټینګار وکړ، څو په لنډمهال کې د ښاري نظم او ښکلا له اړخه د کابل ښار په بڼه کې بدلون راشي. د غونډې په پای کې د پورتنیو مواردو په اړوند لازم تصمیمونه ونیول شول، څو له وړاندې ګټورې کړنې ترسره شي او مسئولان خپلې کم کارۍ جبران کړي او له بل پلوه کابل ښار کلي نظم تجربه کړي.