د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوویشتمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو!

1 قوس 1399

د تنظیفي کارونو د وروسته پاتې والي په موخه د کثافاتو د لویو انبارونو د ټولولو په موخه په یوویشتمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو او کثافات ترې ولیږدول شول. کابل ښاروالي د خلکو په همغږۍ او مرسته هڅه کوي، د پرلپسې پروګرامونو په پلي کولو سره کابل ښار په یوه پاک او له ککړتیا پرته ښار بدل کړي. په واټونو کې د کثافاتو اچول لویه سرغړونه بلل کیږي. د پاکۍ په کارونو کې ونډه اخیستل د ښاریانو له دیني او ښاري دنده ګڼل کیږي. موږ هیله لرو چې له دې وروسته کابل ښاریان کثافات په تیت پرک شکل په سړکونو او واټونو کې ونه غورځوي او په ټاکل شوي ځای کې یې ځای پر ځای کړي،څو د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي پر وخت اقدام وکړي او ټاکل شوو سیمو ته یې ولیږدوي.