د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لېسه مریم پر سړک د لاسي توکو پلورونکو له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه

3 قوس 1399

د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق په اړه له خبرتیا وروسته، د یولسمې ناحیې اړوند د لیسه مریم پر سړک یو شمیر د لاسي توکو پلورنکو او نورو فعالیت کوونکو چې ناقانونه غرفې،کپې، سیارې کراچۍ او نور خنډونه یې د لارې بندیدو سبب ګرځیدل، یو شمیر د لاسي توکو پلورونکو او د غرفو خاوندانو یې د لرې کولو په اړه اقدام کړی او ژمنه یې کړې،چې له کابل ښاروالۍ سره به همکار وي. اوس مهال زموږ دې ښاریانو ۴۰ سلنه سیمه پاکه کړې او ژمنه یې کړې،چې په نیږدې ورځو کې به یې ۵۰ سلنه ته ورسوي. د کابل ښاروالۍ رهبري د ښاري نظم په راوستو کې د یادې ډلې ښاریانو له همکارۍ مننه او قدرداني کوي. کابل ښاروالي د نوې طرحې له مخې د نوې بڼې غرفو، کاري میزونو او غیر متحرکو کراچیو جوړولو ته ژمنه ده، څو بازارونه منظم شي.