کابل ښاروالۍ د شهروند محورۍ پر بنسټ د ښاري مدیریت په تصیمونو کې د فعاله ونډې په موخه، په دولسمه ناحیه کې د ښځو شورای ریاست لپاره د رئیس ټاکلو پروسه ترسره کړه. په دې پروسه کې ۲ سوه ګډون کوونکو میرمنو آغلې رقیه بارکزی د دولسمې ناحیې د ښځو شورا د رئیسې په توګه وټاکله. کابل ښاروالي د ښاریانو نظرونو او وړاندیزونو په ځانګړې توګه د ښځو نظرونو ته درناوی کوي، څو ښځې په عامه هوساینې او له ښاري تاسیساتو د ګټې اخیستنې په برخه کې خپل رول ولوبوي.
د دولسمې ناحیې د ښځو شورا د رئیس د ټاکلو پروسه ترسره شوه!
6 قوس 1399