کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په مستقیمه توګه د یادې ادارې د مراجعینو د ستونزو د حل په موخه له هغوی سره وکتل. په دې لیدنه کې د یو شمیر هیوادوالو ستونزې حل شوې او کابل ښاروال هغوی ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، په کابل ښاروالۍ وظیفوي ناغیړي او فساد شته، خو دوی هڅې کوي څو ظرفیتونه لوړ کړي او د ګډوډیو او فساد مخه په بېسارې توګه ونیسي. کابل ښاروال دغه راز وویل چې، د پړاوونو کمولي او د سختو او وخت نیونکو پړاونو د اسانه کولو او غوره کیدو په موخه د ظرفیت لوړونې پروګرامونه تر لاس لاندې لري. کابل ښاروال د فساد د مخنیوي په موخه له مراجعینو وغوښتل چې له دوی سره همکار و اوسي.
کابل ښاروال د یادې ادارې له مراجعینو سره وکتل او ستونزې یې ورته حل کړې!
6 قوس 1399