د ګذر وکیل ټاکلو په اړوند د کابل ښاروالۍ د نوې مقررې له مخې د لیندۍ په ۶ مه د شپږمې ناحیې اړوند د دولس امامانو ښارګوټې د ګذر لپاره نوی وکیل وټاکل شو. شکیبا اکبري وکولای شول د ټاکنو څارونکو بنسټونو په شتون کې د سیمې د خلکو د ۲۵۸ شفافو رایو په ترلاسه کولو سره د یادې ناحیې د ګذر وکیل څوکۍ خپله کړي. کابل ښاروالي په پریکړو کې د ښځو ونډې ته په درنه سترګه ګوري،څو ښځې وکولای شي په عامه سوکالۍ او له عامه تاسیساتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.