د کابل ښار د بیلابېلو ناحیو د عالمانو د شوراګانو خلکو ته د خدمت په برخه کې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی پر ځای کړنې وستایلې. کابل ښاروال د خدمت کولو ژمنې تاره کولو سربیره، د خدمتونو وړاندې کولو او د چاپیریالي ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ. کابل ښاروال وویل،چې عالمان کولای شي د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ کړنې وڅاري او د خلکو ستونزې له دوی سره شریکې کړي. کابل ښاروال دغه راز په بیلابیلو ناحیو کې د نویو ټولګټو پروژو د پیل ډاډ څرګند کړ.
د عالمانو شورا د کابل ښاروال کړنې وستایلې!
9 قوس 1399