کابل ښاروالۍ د لیندۍ په ۸ مه نېټه د کابل پولیسو په همکارۍ د ښاري تظم د عملیاتي پلان له مخې د دولسمې ناحیې اړوند سیمې له ناقانونه غرفو،ناقانونه تاسیساتو،په پلو لارو او سړکونو کې له خنډونو په بېسارې توګه پاکې شوې. دا پلان به د یادې ناحیې په نورو برخو کې هم تطبیق شي. د لیني موټرو، د لاسي توکو پلورونکو، د پلو لارو او سړکونو تنظیم د دې پلان برخه ده چې،د سرغړونې په صورت کې به جدي قانوني چلند کیږي.
د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان په بېسارې توګه تطبیق شو!
9 قوس 1399