د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: خلک باید خپل ځان د امنیتي میثاق په انځور کې وویني!

10 قوس 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د یو شمیر مرستیالانو او د ناحیو له رئیسانو سره په غونډه کې ټینګار وکړ چې اړینه ده کابل ښاریان د امنیتي میثاق مثبتوب او ګټورتیا درک کړي. نوموړي زیاته کړه چې، امنیتي میثاق د ښاریانو لپاره د ښاري نظم راوستو یو پروګرام دی او خلک باید خپل ځان د امنیتي میثاق په انځور کې وویني. کابل ښاروال اړوند مسئولانو ته لارښوونې وکړې،چې زرغونې سیمې او عمومي ځایونه له غصب خوندي کړي :(( او د غصب فرهنګ باید پای ته ورسیږي)). له خنډونو د پلو لارو او نور سیمو پاکول او د امنیتي میثاق پر وړاندې پرتې ستونزې هغه موضوعات وو چې، کابل ښاروال پرې ټینګار وکړ او مسئولانو ته یې په اړوند لازمې لارښوونې وکړې څو ښاري وضعیت هر څه ژر غوره شي. په یاده غونډه کې دغه راز د داغ نیونې، سړکونو او نورو پروژو په اړوند د پرمختګ او ستونزو په اړوند هم له مسئولانو سره خبرې اترې وشوې او کابل ښاروال ته یې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.