د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل ښاروالۍ یو شمیر کارکوونکي وستایل!

10 قوس 1399

د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح او د سهار شپږنیمو بجو ټیم، نن د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له کارکوونکو سره چې دوه ورځې وړاندې د سترې محکمې د یو قاضي له لوري وهل ټکول شوي وو،غمشریکي وکړه او د دوی کړنې یې وستایلې. دغه راز د قاضي ساتونکی چې د تنظیف ریاست له یوه کارکوونکي سره یې غیر انساني چلند کړی وو د کابل پولیسو له لوري ونیول شو او څارنوالۍ ته معرفي شو. ښاغلي امرالله صالح ټینګار وکړ چې، د دولت رهبري،د لومړي مرستیال دفتر او په ځانګړې توګه د شپږنیمو بجو ټیم له دفاعی او امینتي ځواکونو،خدماتي کارکوونکو چې په ټولنه کې د نظام اصلي او فعال استازي بلل کیږي، له کړنو، حیثیت او وقار نه په قاطع توګه ملاتړ کوي. د دولت عادي کوونکي لکه ښار پاکوونکي او یا سرتیري هغه څوک دي چې، په کلي یا ویجاړو کې استازیتوب کوي. د دولت په دې منسوبینو تیری او له هغوی سره لاس اچول، په ټول نظام تیری دی. ښاغلي صالح وویل، زه د دې ډلې پاک نفسه او ویاړلو کارکوونکو سره ژمنه کوم چې، هیڅ قدرت لرونکې او زورواکې ډله به اجازه نه لري،چې ستاسو په حریم تیری وکړي. هغه وویل: تاسو د دولت د دستګاه استازي یاست، له تاسو پرته ښاریانو ته خدمتونه نشي رسیدی، په نورو هیوادونو کې تاسو د دولت ژوندۍ دستګاه یادیږی، زه هم له تاسو سره موافق یم. دغه راز ښاغلي صالح د کابل ښاروالۍ له هغو دیارلسو کاکوونکو او کارګرانو سره چې توانیدلي د ښاري نظم په برخه کې د لوړپوړیزو ودانیو مالکانو ته جزا ورکړي او خپل شجاعت ښکاره کړي ولیدل او له ستاینلیک سربیره یې هغوی ته نغدي ډالۍ ورکړې.