په کابل ښار کې د پلو لارو او واټونو شبکې، چې له څه مودې راپدیخوا د یو شمیر حقیقي او حکمي اشخاصو له لوري د بیلابیلو لکه لوله کشیو، بریښنا او ... په موخه نړول کیږي، له دې سره سره چې داسې موضوع ګانې کابل ښاروالي په جدي توګه څیړي، د ښاریانو مرستې په ځانګړې توګه د ښاري نظم او امنیتي میثاق په تطبیق کې غواړي، څو د سرغړونې لیدلو په صورت کې موضوع له کابل ښاروالۍ سره شریکه کړي چې له نړولو یې مخنیوی وشي. د داسې سرغړونو عاملین د ښار او کور جوړونې قانون د اتلسمې مادې پنځم بند پر بنسټ اصلي حالت په کتو د څلور چنده قیمت ورکولو نغدي جریمې په ورکولو مکلف دي.
د پلو لارو تخریب لویه ښاري سرغړونه ده!
11 قوس 1399