د کابل ښاروالۍ مسئولانو د مخکینۍ خبرتیا له مخې چې د ودونو هوټل به د لیندۍ میاشتې تر وروستیو تړل شوي دي،د شپږمې ناحیې اړوند د ودونو یو شمیر هوټل وتړل. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې د پریکړې پر بنسټ، د کرونا ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه چې د یاد ویروس دخپریدو لوی لامل ګڼل کیږي د لیندۍ میاشتې تر وروستیو تړل شوي دي. اړینه ده له یاد ویروس سره د مقابلې په موخه، روغتیايي سپارښتنې عملي کړو،ماسک وکارو،لاسونه بار بار ووینځو او د ګڼې ګوڼې په مراسمو کې ګډون ونه کړو.
په شپږمه ناحیه کې د ودونو هوټل وتړل شول
12 قوس 1399