د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري نظم راوستو په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

14 قوس 1399

د ښاري نظم راوستو د قانون تنفیذ او ښاري اصولو د تطبیق په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ غونډه د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په مشرۍ، د ۲۲ ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په غونډه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پر بنسټ د ترسره شوو کړنو د ارزونې سربیره، د فعالیتونو پر ګټورتیا بحث او خبرې وشوې او مسئولانو ته یې د غصب شوو ځمکو، له خپلسریو د مخنیوي، د بازارونو تنظیم او ښاري نظم نورو مسایلو په اړوند ځانګړې لارښوونې او ټینګار وکړ. کابل ښاروال دغه راز وویل، اړینه تاسو هر یو په خپلو دندو کې هیوادنۍ مینه او د مسئولیت احساس په پام کې ونیسی او د لاسي توکو پلورونکو اوګرځنده کراچیو لپاره مناسب ځای وټاکئ او د ثبت او بایومتریک په اړه یې جدي اقدام وکړئ. نوموړي وویل چې له سرغړونکو او له هغه کسانو سره چې د ښاري  بې نظمۍ سبب ګرځي، ورسره جدي قانوني چلند وکړئ. نوموړي دغه راز د ګڼې ګوڼې کموالي،د ښاري بې نظمیو له منځه وړلو او عایداتي سرچینو په اړوند مسئولانو ته لازمې لارښونې وکړې. کابل ښاروال د عملیاتي مکانیزمونو په اړه لازمې لازمې لارښوونې وکړې،څو هر ژر په خپلو چارو کې مثبت تغیر راولي.