د کابل ښاروالۍ له لوري د لیسه مریم په سیمه کې، له پارک ګولايي تر خشت هوختیف پورې د عملیاتي پلان له تطبیق وروسته تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې د ناقانونه تاسیساتو،غرفو،کپو او نورو خنډونو له امله رامنځ ته شوي کثافات راټول او ځانګړي ځای ته ولیږدول شول. کابل ښاروالي د ښاري نظم او ښکلا په موخه هڅه کوي، د خلکو په رواني دید او ښاري ژوند کې غوره او ګټور بدلون راولي،چې ډیری ښاریان ورته سترګې په لاره دي. د ښار په بڼه او نظم کې بدلون راوستل هغه څه دي چې، خلک یې له پخوا هیله لري او په نیږدې وخت کې به یې دا هیله پوره شي.
په لیسه مریم کې د ښاري نظم عملیاتي پلان له تطبیق وروسته تنظیفي حشر ترسره شو!
15 قوس 1399