د سړکونو او پلو لارو د خلاصولو په موخه د ښاري نظم عملیاتي پلان د تطبیق پر دوام، نن د لسمې حوزې تر څنګ سړک له لسو کلونو وروسته له خنډونو پاک او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. له سړکونو د کانګریټي خنډونو د لرې کولو په لړ کې به نور سړکونه هم یو په بل پسې خلاص شي چې ورسره به د خلکو د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي. دا پروګرام د ښار په ټولو سړکونو کې تطبیق کیږي.
د لسمې حوزې له سړک کانګریټي خنډونه لرې شول!
15 قوس 1399