د ښاري نظم عملیاتي پلان نن د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په بازار کې تطبیق شو او په پایله کې یې بازار له ناقانونه تاسیساتو،ناقانونه غرفو،د دوکانونو مخې ته له ناقانونه رغونو،سیارو کراچیو او نورو خنډونو چې د ښاري بې نظمۍ او د لارو بندیدو سبب ګرځیدل پاک شو. د قانون حاکمیت،د ښاري نظم راتګ او د ګڼې ګوڼې کموالۍ د ښار په ټولو برخو کې اړتیا ده، کابل ښاروالي د کابل د پرمختګ لپاره نوي پروګرامونه په پلان کې لري ،څو یوې خوا معیاري او متوازنه پراختیا او پرمختیا رامنځ ته شي او له بل لوري، سوکالي چې د خلکو جدي اړتیا ده د قانون په پلي کیدو سره رامنځ ته شي.
د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په بازار کې د ښاري نظم عملیاتي پلان تطبیق شو!
16 قوس 1399