د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: د کارکوونکو لپاره اسانتیاو او ډاډمن کاري چاپیریال ته اړتیا ده!

20 قوس 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د لیندۍ په ۱۸ نېټه د کابل ښاروالۍ له وړکتون او د خپرونو او عامه پوهاوي له ریاست څخه لیدنه وکړه . کابل ښاروال د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او ډاډمن کاري چاپیریال رامنځ ته کیدو په موخه اړوندو مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. کابل ښاروال د یادې لیدنې په ترڅ کې وویل چې، په وړکتون کې د ماشومانو مصئونیت او د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست د مراجعینو د وسایلو او وضعیت ښه کیدو په اړوند اقدامات کیږي، څو چاپیریالي او ټولنیزې ستونزې حل شي او له بل پلوه اړینه ده ډاډمن کاري چاپیریال رامنځ ته شي او په هغه کې اصول او ارزښتونه په پام کې ونیول شي. کابل ښاروال په یادو بیلابیلو لیدنو کې ټینګار وکړ چې، څو له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې ګتور خدمات وړاندې شي او یادې ادارې کارکوونکي دې په خپلو فعالیتونه کې ډیره هڅه او کوښښ وکړي