د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د GIZ همکاره مرستندويې تخنیکي پروژې له غړو سره ولیدل!

20 قوس 1399

 

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د GIZ همکاره مرستندویې تخنیکي پروژې له غړو او استازو سره، په بازارونو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او بوختیاوو موندلو په موخه ولیدل. په یاده لیدنه کې کابل ښاروال په بیلابیلو زونونو کې د ښځینه مارکیټونو جوړیدو او په بازارونو کې د ښځو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړوند خپل پروګرامونه وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، کابل ښاروالي په اقتصادي زونونو او بیلابیلو ناحیو کې د ښځو مصئونیت، تشبث او د ښځو د خصوصي سکتور د ودې لپاره غوره فرصتونه برابروي، څو ښځې وکولای شي خپلې اقتصادي چارې په غوره او مصئونه توګه ترسره کړي. کابل ښاروال دغه راز زیاته کړه، چې کابل ښاروالي په دې برخه کې نه یوازې له GIZ څخه د مرستو هیله لري بلکې، دا پروژه د کابل ښاروالۍ او نورو همکارو بهرنیو موسسو ترمنځ نښلونکی پل بولي. وروسته د GIZ همکاره مرستندويې تخنیکي پروژې استازو له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ په اړه وویل چې، د غوره بهرنیو تجربو، ستراتیژیکو او پرمختیايي پروګرامونو له مخې به له یادې ادارې سره د ښځو د اقتصادي ودې په برخه کې ګد کارونه ترسره کړي. کابل ښاروال ژمنه وکړه چې شرایطو ته په کتو او د مناسبو ځایونو له ټاکل کیدو وروسته به له GIZ سره په همغږی د ښځو د بوختیاوو او اقتصادې ودې په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.