د لومړی ناحیې اړوند د باغ علي مردان باغ عمومي کوڅې اړوند د سرایونو ودانیز توکي او کثافات چې په په کوڅه کې اچول شوي وو، بیرته اړوندو سرایونو ته ور انتقال شول . دغه راز هغه قصابۍ چې په ناقانه توګه یې په غیر مناسب چاپیریال کې فعالیت کاوه، بل ځای ته انتقال شوې. په همدې توګه په سړکونو او پلو لارو کې اچول شوي هغه ودانیز توکي چې په ترافیکي برخه کې یې ستونزې را ولاړې کړې وې پاک شول او له میوند واټ څخه د علي مردان باغ تر څلویښت متره سړک پورې سیمو کې ناقانونه غرفې، کپې او نور ناقانونه تاسیسات ونړول شول.
په لومړی ناحیه کې د ښاریانو سرغړونو ته د کابل ښاروالۍ کارکوونکو رسیدنه!
22 قوس 1399