د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د امنیتي میثاق د غوره تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه!

23 قوس 1399

 

د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او د کابل ښاریانو ترمنځ د جمعه ورځ د لیندۍ په ۲۱ نېټه د امنیتي میثاق پروګرام د ګټور پلي کیدو او د غوره ښاري نظم د راتګ په موخه غونډه ترسره شوه. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په یاده غونډه کې وویل چې، کابل ښاروالي، پولیس او د ملي امنیت ریاست د امنیتي میثاق په تطبیق کې خپل مسئولیت ادا کوي او له یو بل سره په دې برخه کې ښې اړیکې لري، څو د بې نظمیو مخه ونیول شي او کابل د تلپاتې امن او نظم خاوند شي. نوموړي زیاته کړه چې، د ټولیز ښاري نظم په راتګ کې د ښاریانو مرسته او همکاري اړینه ده، چې د خلکو د استازو په مرسته او وسیله به له ټولیز او فردي ملاتړ څخه برخمن شو. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، په راتلونکو دریو یا څلورو میاشتو کې به د ملي دسترخوان پروګرام پیل شي او سیمه ایز پاسپورټونه به په دې برخه کې له موږ سره بنسټیزه مرسته وکړي. کابل ښاروال وویل(( اړینه ده د کابل ښاریانو په سروې، ثبت او لیست برابرولو کې یو بل ته لاس ورکړو، څو شفافیت تامین شي او له بله اړخه د مرسته په ویشلو کې له سیمه ایزو شوراګانو سره همغږي و اوسو  څو د لسګونو نورو ستراتیژیکو برنامو پلي کیدو ته هم لاره هواره شي)). د ناحیو پاسپورت د ټولو ناحیو د اوسیدونکو لیست دی،چې په هغه کې د اوسیدونکو دایمي ملکیت،ګروي او یا کرایي که لري معلومات درج شوي او دغه راز د فامیل غړو په پیژندنه به د مرستو په ویش او د لسګونو پروژو په اجرايي کیدو کې مرسته وکړي. دغه راز په غونډه کې امنیتي میثاق د یوزرو دوه سیمه ایزو استازو په وسیله د کابل ښار په ټولو سړکونو او کوڅو کې واضح شو. په یاده ناسته کې خلکو د امنیتي میثاق ، قانون او نورو ښاري اصولو د غوره تطبیق غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه او نظرونه یې وړاندې کړل . دوی دغه راز له خپله اړخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه چې قانون او ښاري اصول دې په ټولو یو ډول تطبیق شي.